افغانستان په ۲۰ اوريزو سياليو کې د پاکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه
د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په لومړي ځل په شل اوریزه سیالۍ کې د پاکستان ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.
د پاکستان پر وړاندې د ۳ شل اوریزو سیالیو په لومړۍ لوبه کې افغان لوبغاړی محمدنبي عیسي خېل په هر اړخیزه توګه ښه وځلېد او د لوبې د غوره لوبغاړي جایزه یې وګټله.
دغه سیالي چې د جمعې په ماښام پیل شوه، پاکستان د لوبې پچه وګټله او توپوهنه یې غوره کړه.
د پاکستان لوبډلې پوره شل اورونه ولوبول، خو هېڅ توپوهونکي یې هم منډې تر شلو وانړولې.
د توپوهنې د پاڼۍ تر پای ته رسېدو پاکستان ۹ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو او ۹۲ منډې یې کړې وې.
د پاکستان لپاره مخکښ توپوهونکی عماد وسیم و، هغه ۱۸ منډې جوړې کړې وې او بل لوبغاړي صایم ایوب چې په لومړي ځل نړیوال کرکټ کې ولوبید د ۱۸ منډو په جوړولو بریالی شو.
دغه راز په دې لوبه کې د پاکستان لپاره طیب طاهر هم خپله لومړۍ لوبه ترسره کړه او تر ۱۶ منډو جوړولو وروسته د راشدخان له لوري وسوځېد.
د افغانستان په توپ اچونکو کې مجیب الرحمن تر نورو ښه وځلېد، هغه چې د دې سیالۍ د اغېزناک لوبغاړي جایزه هم وګټله په ۴ اورونو کې ۹ منډې ورکړې او ۲ لوبغاړي یې وسوځول.
دغه راز فضل حق فاروقي او نبي عیسی خېل هم دوه ـ دوه خو عظمت عمرزي، نوین الحق او راشدخان بیا یو ـ یو لوبغاړی وسوځاوه.
د افغانستان پیلیزو توپوهونکو د دې لوبې پيل ښه ونه کړ، ابراهیم ځدراڼ تر ۹، رحمن الله ګربز تر ۱۶ او کریم جنت تر ۷ منډو جوړولو بعد وسوځېدل او ګلبدین نایب بیا پرته له کومې منډې جوړولو خپله ویکټه له لاسه ورکړه.
محمدنبي عیسي خېل او نجیب الله ځدراڼ د لوبې تر ۱۸م اور پورې پاڼۍ وغځوله او بلاخره یې د لوبې د اتلسم اور په ۵م توپ په یوې لوړې شپږیزې سره د پاکستان پر وړاندې افغانستان ته لومړی بری ورکړ.
نبي ۳۸ او ځدراڼ ۱۷ ناسوځېدلې منډې وکړې.
د دې لوبې تر بریا وروسته افغان لوبډلمشر راشدخان وویل چې بلاخره وتوانېدل چې د پاکستان لوبډلې ته په نړیوال کرکټ کې ماتې ورکړي.
دواړه لوبډلې به د دې لوبلړۍ دویمه سیالي د روانې مارچ میاشتې په ۲۶مه نېټه په همدې لوبغالي کې ترسره کوي.
د ویلو ده، دا لومړی ځل دی چې افغانستان او پاکستان د کرکټ د شلو اورونو لوبلړۍ لوبوي.