د افغانستان بانک سبا ۱۵ ميليونه امریکايي ډالر ليلاموي

د افغانستان بانک وایي غواړو چې د یکشنبې په ورځ د داوطلبۍ له لارې تر (۱۵) میلیونه امریکايي ډالرو پورې د لیلام په ډول وپلورو.
دغه بانک پر خپله ټویټرپاڼه د یوې اعلامیې په خپرولو سره له سوداګریزو بانکونو او د صرافۍ او د پولي خدمتونو له شرکتونو څخه چې په شرایطو برابر وي، غوښتنه کړې، څو په دې داوطلبۍکې ګډون وکړي.
بیان وایي د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي څو خپل حسابونه د لیلام د ورځې تر پایه پورې تصفیه کړي.
سرچینې همدا راز زیاته کړې چې د اسعارو د لیلام په داوطلبۍ کې د معاملاتو قسمي تسویې ته اجازه نه ورکول کیږي، د داوطلبۍ ګټونکي اړ دي چې د خپل ذمت د قیمت پیسې په یو ځل په نغدي ډول په ټاکلي موده کې د افغانستان بانک ته وسپاري.

Translate »
%d bloggers like this: