نورستان کې یو روغتون جوړ او ګټي اخيستنې ته وسپارل شو
په نورستان ولایت کې د ۲۱ میلیونه افغانیو په لګښت یوه روغتون ودانۍ بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
ددې ولایت چارواکي وايي دغه ودانۍ د نورګرام ولسوالۍ کې جوړه شوې چې د چارو په بشپړیدو سره يې دوه دیرش زره خلکو ته روغتیايي اسانتیاوې برابرې شوي.
د دغه ولسوالۍ اوسیدونکي وايي تر دې وړاندې له ګڼو ستونزو سره مخامخ ول ، چې د دغه روغتون په جوړیدو سره به يې د روغتیا په برخه کې ستونزې تر یوه بریده حل شي.
دغه رغتون د غربې نورستان د نورګرام ولسوالۍ ملیل مشفي سیمه کې موقعیت لري چې چارې یې د ملګرو ملتونو د يو این ډي پي ادارې د یوویشت میلونه افغانیو په لګښت د سویډن کميټې له لورې بشپړې شوې.
د دغې کمېټۍ مسولین وايي د دغه روغتون د ودانۍ په جوړیدو سره به په دې ولسوالۍ کې د ۱۴۸۰۰ میرمنو په ګډون دوه دیرش زره کسانو ته روغتيايي اسانتیاوې برابرې شوې.
د نورستان د عامې روغتیا رييس د دغې ودانۍ د جوړیدو له امله خوښي وښوده او زیاته کړه چې په دې وروستیو کې د دې ولایت روغتیايي برخې ته ډير کار کړي چې له مخې يې پنځوس سلنه د ځای مېشتو ستونزو ته د حل لارې موندلي دي.
د دغې سیمي اوسیدونکي وايي تر دې وړاندې دوي د بیړنیو ناروغانو د درملنې او نورو ناروغانو د شتون په صورت کې له ګڼو ستونزو سره مخامخ ول او خپل ناروغان به يې د درملنې په پار په ډير ستونزمن شکل د لغمان تر ولایتي روغتون رسول ، چې اوس د دغې روغتون په جوړیدو سره به يې تر یوه بریده د روغتیا په برخه کې شته ستونزې هواري شي.
د نورستان د عامې روغتیاریاست د مسولینو د معلوماتو له مخې دمرکز پارون ترڅنګ په ګڼ شمیر ولسواليو کې د سویډن کميټۍ په مرسته په ۳۷ روغتيايي مرکزونو کې ځای مېشتو ته روغتیايي خدمتونه وړاندې کوي .
د دغه کمېټۍ مسولین زیاتوي لا يې هم په دغه ولایت کې د روغتیا په برخه کې خدمتونه دوام لري او په پام کې لري چې په روان نوي کال کې هم په دې ولایت کې د کلیو او پراختیا ریاست تر چتر لاندې په يو شمیر برخو کې رغنیزې پروژې هم پلي کړي.