ننګرهار کې د ۱۰ ولسواليو بيوزله کونډو ميرمنو سره مرسته وشوه

ننګرهار ولایت کې د لسو ولسوالیو د ۱۵۰ بیوزله کونډو ميرمنو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه.
دغه مرسته د دوستو خیلو بنسټ له لوري ترسره شوې ، چې اوړه ، غوړي ، وریجې ، بوره او چای په کې شامل وو.
مرسته ترلاسه کوونکې میرمنې له دغو مرستو خوښي دې او د لا زیاتو مرستو غوښتنه کوي.
د روژې د مياشتې په مناسبت د ننګرهار د غني خیلو ولسوالۍ په مارکو سیمه کې د دغه ولایت د کابو لسو ولسوالیو د ۱۵۰ بیوزله کونډو میرمنو سره د خوراکي توکو مرسته وشوه .
د دغه مرستو ترسره کوونکي دوستو خیلو بنسټ مسولین وايي په دغه مرسته کې اوړه ، وریجې ، غوړي ، بوره او چای شامل دي . دوي همدراز په نورو مرسته کوونکو ، بنسټونو او شتمنو هم غږ وکړ چې د بیوزله وګړو لاسنیوي دي وکړي.
د دغه مرستو د ترلاسه کولو په موخه د بیلابیلو ولسوالیو څخه راغلي کونډې میرمنې وايي له کړاو ډک ژوند لري او دغه مرستو د ترسراوي له امله خوښي دي.
دوي همدراز له نورو شتمنو او مرستندویه بسټونو غواړي چې له دوي سره دې لا ډيرې مرستې وکړي.
د دغه بنسټ مسولین وايي دوې په پام کې لرې چې په روژې مياشت کې د کابو زرو بیوزله کورنیو سره مرستې وکړي ، خو دا په داسې حال کې ده چې د وروستي بد اقتصادي بحران له امله نه يواځي په ننګرهار بلکې د هیواد په ګڼو نورو ولایتونو کې هم د بیوزله وګړو په شمیر کې زیاتوالي راغلي او ډيرې وګړي دغه ډول مرستو ته اړتیا لري.

Translate »
%d bloggers like this: