ننګرهار کې بېلابېلو جرمونو په تور ۷ تنه نيول شوي

دننګرهار سیمه ییز چارواکي وایي په دې ولایت کې د اسلامي امارت ځواکونو ۷ کسه د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي .
ددغه ولایت د امنیه قومندانۍ وایند مولوي عبدالبصیر زابلی وایي یاد کسان د امنيه قومندانۍ د جنايی جرمونو پر وړاند‌ې د مبارزې مدیریت د کشف امریت ځواکونو په جلال اباد ښار کې کې نیولي.
د امنیه قومندانۍ ویاند وایي نیول شویو تورن کسانو کې ۴ تنه یې د غلا ، دوه تنه د امنیتي ځواکونو له نوم څخه د استفادې په تور او يو هم د فريبکارۍ په تور نیول شوی دی .
زابلی زیاتوي نیول شوي کسان اوس مهال د ننګرهار ولايت امنيه قومندانۍ د جنايی جرمونو پر وړاندې د مبارزې مدیريت د کشف په امريت کې تر څيړنو لاندې دي، او وروسته به رسماً عدلي او قضایي اورګانونو ته وسپارل شي.
د ننګرهار امنیه قومندانۍ د نیول شویو تورن کسانو ویډیو هم خپره کړې چې هغوۍ پکې پر خپلو کړو جرمونو اعتراف کړی دی .
د یادونې وړ ده چې د ننګرهار امنیه قومندانۍ مسوولینو تېره اونۍ هم ددې ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د غلا په تور د ۲۷ کسو د نیول کېدو خبر ورکړی وو .

Translate »
%d bloggers like this: