جلال اباد کې د قصابانو یو شمېر هتۍ وتړل شوې
جلال اباد ښار کې د يو شمېر قصابانو هټۍ له نرخنامې څخه سرغړونې له امله وتړل شوې او د مالونو غوښې يې ليلام شوې.
د ننګرهار ولایت د رسنیو دفتر پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چې د ښاروالۍ مسئولينو دا چاره د ښار په بېلابېلو سيمو کې د څارنې پر مهال تر سره کړه.
بیان وایي د جلال اباد ښار انګور باغ بازار کې هم د هغو قصابانو غوښې ليلام شوې، چې د ښاروالۍ له نرخنامې څخه يې سرغړونه کړې وه. سرچینه وایي د ښاروالۍ د نرخنامې له مخې غټه غوښه يو کيلو په ۳۰۰، د خوسکي غوښه کيلو په ۳۵۰ او د پسه غوښه کيلو ۴۳۰ افغانۍ پلورل کيږي.