مارکوز پوتزل له مولوي عبدالکبیر سره ولیدل
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال مولوي عبدالکبیر په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي استازولۍ له مرستیال مارکوز پوتزل سره وکتل.
ارګ په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي په دې کتنه کې پوتزل وویل، تېره اونۍ په افغانستان کې د یوناما ماموریت یو کال وغځول شو او غواړي چې په افغانستان کې د افغانانو د خدمت لپاره یو کال نور هم فعالیت وکړي.
هغه، له اسلامي امارت مننه وکړه، چې د ملګرو ملتونو د امنیت په برخه کې يې کوټلي ګامونه اخیستي دي.
خبرپاڼه وایي د یوناما سیاسي مرستیال دغه راز له افغان شخصیتونو سره د اړیکو او هېواد ته د هغوی د راستنولو کمېسیون د هڅو ستاینه وکړه چې سلګونه شخصیتونه یې هېواد ته راستانه کړي او د دې کمېسیون د چارو د دوام هیله یې وکړه.
سرچینې لیکلي مولوي عبدالکبیر پوتزل ته ویلي چې اسلامي امارت د ټولو مرستندویه ادارو ته د امنیت او مرستو د ویشلو برخه کې د شفافیت ډاډ ورکوي .
د ریاست الوزراء سیاسي مرستیال همدا شان وویل، اسلامي امارت د نجونو د زدکړو مخالف نه دی.