افغان کرکټ لوبډلې بنګله دېش ته ماتې ورکړه

د افغانستان او بنګله دېش نولس کلنو لوبډلو ترمنځ لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه د افغان لوبډلې په بري پای ته ورسېده.
د دوشنبې په ورځ د مارچ په ۱۳مه نېټه د کابل پر وخت سهار ۹:۳۰ بجې دغه سیالۍ د عربي متحده اماراتو په ابوظبۍ ښار کې پيل شوه چې افغان لوبډلې لومړی توپوهنه ترسره کړه.
افغانستان په ټاکلو ۵۰ اورونو کې د ۲۷۲ منډو هدف وټاکه.
دوی ته سهیل خان پوره ۱۰۰ منډې وکړې. دغه راز سلیمان عربزي ۵۵، محمد هارون ۴۳ او اکرم محمدي ۲۸ منډې جوړې کړې.
د بنګال په توپ اچونکو کې بیا معروف او واسع صدیقي دوه ـ دوه لوبغاړي وسوځول.
بنګله دېش د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۱۳ منډې وکړې او د ۱۵۸ منډو په توپیر یې ماتې وخوړه.
د دوی مخکښ توپ وهونکی جیشان عالم و چې ۲۷ منډې یې وکړې.
د افغانستان چټک توپ اچونکي یما عرب ۴، فریدون داودزي ۳، ناصر حسن ۲ او کامران هوتګ یوه وېکټ واخیسته.
دغه سیالۍ چې د افغانستان په کوربتوب ترسره کېږي، دویمه لوبه به یې د مارچ په ۱۵مه نېټه ترسره شي.
د دې سیالۍ غوره لوبغاړی سهیل خان و.
د ویلو ده چې تر دې سیاليو وروسته به د افغانستان په کوربتوب د بنګله دېش او سریلانکا هېوادونو ترمنځ د مارچ په ۱۸مه نېټه درې اړخیزې یو ورځنۍ سیالۍ هم پیل شي، چې د همدې میاشتې تر ۳۰مې نېټې به دوام وکړي.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading