د افغانستان او قزاقستان تر منځ سوداګري ۳۰۰ميلیونه ډالره زیاته شوې
کابل کې د قزاقستان سفیر وایي د افغانستان او قزاقستان د سوداګرۍ کچه په تېر یوه کال کې ۹۰۰ میلیونه ډالرو ته رسېدلې چې دا د تېر پېر په پرتله ۳۰۰ میلیونه ډالر مثبت توپیر ښيي .
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند وایي چې پرون له غرمې وروسته په کابل کې د قراقستان سفیر علیم خان یسین ګیلدییف او مل پلاوي یې د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیرخان متقي سره وکتل .
هغه وایي په دې ناسته کې د افغانستان او قراقستان ترمنځ پر ګڼو سیاسي ، امنیتي ، اقتصادي او کلتوري مسایلو هر اړخیزې خبرې وشوې .
حافظ ضیا احمد تکل وایي چې په دې کتنه کې د قزاقستان سفیر وویل چې هیواد یې افغانستان ته د یوه دوست هیواد په سترګه ګوري او غواړي چې خپلې اړیکې افغانستان سره پراخې کړي .
تکل وایي چې سفیر افغان لوري ته وویل چې هیواد به یې افغانستان سره خپلو سیاسي ، تجارتي او بشري اړیکو ته دوام ورکړي او زیاته یې کړه چې تمه ده د بشري مرستو تازه جوپې هم په لنډ وخت کې افغانستان ته راورسیږي .
هغه څرګنده کړې هیواد یې ژمن دی چې افغان محلینو ته په کلني ډول د لوړو زده کړو د بورسیو ورکړې ته دوام ورکړي .
د سرچینې په حواله د بهرنیو چارو وزیر د قزاقستان د پرانیسي او ناپییلي بهرني سیاست هرکلی وکړ او زیاته یې کړه چې په سیمه کې له وروستیو بدلونونو سره په کار دي چې افغانستان او قزاقستان په ګڼو برخو کې راکړه ورکړه او همکارۍ زیاتې کړي .
مولوي امیرخان متي وویل افغانستان حکومت د خپل اقتصاد محوره بهرني سیاست پرمټ غواړي د هیواد په ګڼو مسیرونو کې د رېل پټلۍ لیکې جوړې کړي او په دې برخه کې د قراقستان تخنیکي مرستې ته اړتیا لیدل کیږي .
تکل وایي بهرنیو چارو وزیر د قزاقستان سفیر ته ډاډ ورکړ چې افغانستان چمتو دی سویلي اسیا کې سمندر سره د قزاقستان په نښلون کې د ټرانزیټ راول ولوبوي او له سفیر څخه یې وغوښتل چې افغانستان سره هم د اړتیا پرمهال یې هیواد ته ورته ټرانزیټي اسانتیاوې برابرې کړي .
متقي همدا راز نوموړي ته ډاډ ورکړ چې افغانستان کې اوس د هېچا لپاره ګواښونه نه شته او د اسلامي امارت امنیتي ځواکونه هېڅ کومې ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان خاوره د بل هیواد پرخلاف وکاروي .