تېره اونۍ د اوسپنې پټلۍ له لارې نږدې ۱۴۰زره ټنه انتقالات شوي
د هېواد د بېلابېلو بندرونو له لارې نورو هېوادونو ته په صادراتو کې زیاتوالی راغلی
د اوسپنې پټلۍ اداره وايي چې په تېره یوه اوونۍ کې یې حیرتان، اقینه او تورغنډۍ بندرونو له لارې ۱۲ زره او ۱۲۸ ټنه توکي صادر کړي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې په صادرو شویو توکو کې ډیری برخه یې وچه مېوه ده.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې په یوه اوونۍ کې ۱۱ زره او ۱۹ ټنه صادرات شوي وو.
بل لورته په تېره یوه اوونۍ کې د اوسپنې پټلۍ لارې ټول ۱۳۹ زره او پنځه ټنه انتقالات شوي.
یادې ادارې لیکلي، په دې انتقالاتو کې ۱۰۱ زره ۹۵۹ ټنه له حیرتان، ۳۵ زره او ۷۳۱ ټنه له تورغنډۍ او یو زر او ۳۱۵ ټنه له اقینې بندر څخه شوي دي.
د افغانستان د اوسپنې پټلۍ ملي اداره وايي دوی د هرې ورځې په تېرېدو د خپلو چارو د لا پراختیا او ښه والي لپاره هڅه کوي او موخه یې دا ده چې د هېواد سوداګرو ته ټول اړین امکانات برابر کړي او معیاري چوپړتیاوې وړاندې کړي.