د کندهار ولایت د سمنټو پروژې تړون لاسلیک شو
د کانونو او پټرولیم وزارت، د کندهار ولایت د سمنټو پروژې د قرارداد د لاسلیک خبر ورکړ.
د باختر آژانس د خبر له مخې؛ د کندهار ولایت د شور اندام سمنټو پروژې تړون، نن د کانونو او پټرولیم وزارت د سرپرست شېخ شهاب الدین دلاور او د احمد نبی زاده شرکت د رئیس له لوري لاسلیک شو.
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې؛ د کندهار د شوراندام سمنټو پروژه د شاوخوا ۱۰۰ میلیونه ډالرو په پانګونې سره د اکتشاف، استخراج او پروسس په پړاو کې ده، چې کلنی تولید یې شاوخوا یو میلیون ټنه سمنټو ته رسېږي.
د يادونې وړ ده چې په دې پروژه کې به پنځه زره کسانو ته د کار زمينه برابره شي.