د ټویټر کمپنۍ مشر یو ځل بیا د نړۍ لومړی شتمن شخص شو

د ټویټر کمپنۍ مشر ایلن ماسک چې له تېرو دوو میاشتو راهیسې د نړۍ د شتمنو په لړ کې دویم ځآی ته را ښکته شوی وو، د ټیسلا د ونډو په بیو کې له سل فیصده زیاتوالي وروسته یې شتمني زیاته او بېرته یې د شتمنو کسانو په لیست کې لومړی مقام خپل کړ.
تر دې مخکې د فرانسوي لوکس برانډ لوئس ویټون اجرایوي مشر برنارډ ارنولټ د ایلون مسک پر ځای د نړۍ تر ټولو شتمن کس نومول شوی و.
د رسنیو د راپورونو له مخې، د پرون بازار تړلو پورې، د ایلون ماسک شتمني 187.1 میلیارد ډالره وه، په داسې حال کې چې برنارډ ارنولټ د 185.3 میلیارد ډالرو خاوند دی.

Translate »
%d bloggers like this: