په امریکا کې سل میلیونه وګړو باندې د ټیک ټاک کارول بندیږي

د امریکا د ولسي جرګې د بهرنیو چارو کمیټې د دې هېواد ولسمشر ته صلاحیت ورکړ، ترڅو د ټیک ټاک بندیز په اړه شوې پرېکړه عملي کړي.
د یادې کمیټې ۲۴ غړو څخه یې شپاړس تنو د ټیک ټاک ایپ د بندیدو په اړه د ولسمشر صلاحیت تصویب کړ چې له مخې به یې په امریکا کې په شاوخوا سل میلیونه وګړو د ټیک ټاک کارول بند شي.
ټيک تاک اپلکېشن چې د چين هېواد اړوند دی له جوړېدو یې ډېر وخت نه کېږي خو په نړۍ کې لومړنۍ اپلکېشن دی چې خلک یې د تفریح په موخه استفاده کوي .
په دې ورستیو کې چين په ځينو هېوادونو کې په جاسوسي کولو تورنه شوې ده.
او ښایي چې په امريکا هم دا پريکړه ځکه شوي وې چې دوی دا اپلېکېشن د جاسوسي په موخه ونه کاروي.
په دې ورستيو کې د امریکا ولسمشر جوبایډن اړونده مسؤلینو ته دیرش ورځې وخت ورکړی، ترڅو په دې هېواد کې د ټیک ټاک ایپ وتړي.
امريکا یواځينۍ هېواد نه دی چې په ټيک ټاک بنديزونه لګولي دي بلکې تر دې وړاندې ځينې نورو هېوادنو لکه کاناډا پاکستان افغانستان او داسې نورو هېوادنو هم بندیزونه لګولي وو.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading