پېښور په چاودنه کې د مړو شمېر ۹۵ کسانو ته ورسيد
په پېښور کې د پولیسو مرکز اړوند یوه جومات کې د چاودنې له کبله د وژل شویو کسانو شمېر ۹۵ ته لوړ شوی.
په ياده چاودنه کې ۲۲۱ کسان ټپيان شوي هم دي.
دا شمېرې د ودانۍ شاوخوا د ژغورنې عملیاتو پای ته رسیدو وروسته اعلان شوې او ژغورنډلې اعلان کړی چې نور د کنډوالو لاندې څوک نه دي پاتې.
ژغورنډلې ویلي، تېره شپه یې تر ۱۲ بجو د ۲۱ نورو کسانو مړي له کنډوالو راویستلي چې ورسره د وژل شویو کسانو شمېر نږدې سلو ته ورسید.
خیبر پښتونخوا کې نن یو ورځنی ماتم اعلان شوی.
ددغه ایالت یوه چارواکي محمد اعظم خان په ټوله صوبه کې د یوې ورځې لپاره د ویر اعلان کړی.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، لاهم د یو شمېر ټپیانو وضعیت نازک دی او ښايي د اوښتو تلفاتو شمېر نور هم زیات شي.
د یادونې ده چې دا چاودنه تېره ورځ د ماسپښین لمانځه پر مهال شوې ده.
بل لور ته د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف دا چاودنه پر ټول پاکستان برید ګڼلی.
په همدې حال کې افغان حکومت، د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیوګرتریش او ګڼ شمېر نورو هېوادونو دا چاودنه په سختو ټکو غندلې او د بشر ضد جنایت یې بللی دی.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت کومې وسله والې ډلې نه دی منلی.