م.م: زموږ اصلي لومړیتوب د افغانستان د خلکو ستونزو ته د حللارې موندل دي
د ملګروملتونو د سرمنشي مرستیاله امینه محمد وایي، د دې هېواد د وګړو د وضعیت لپاره یوه حل لاره د دې سازمان یو مهم لومړیتوب دی.
امینه محمد چې په دې وروستیو کې یې افغانستان ته سفرکړی و، تېره شپه په یوه ټویټ کې ویلي.
چې اسلامې امارت له چارواکو سره په لیدنو کتنو کې یې د ښځو او نجونو د وضعیت په اړه او هم په دې اړه چې که دغه حالت، محدودیتونه او بندیزونه دوام وکړي، ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
امینه محمد بیا په دې اړه اندېښنې داسې مهال ښېي چې طالبانو د شنبې د ورځې ناوخته د افغانستان خصوصي پوهنتونونو ته د یوه مکتوب په استولو له هغوی غوښتي، چې تر بل امر پورې د کانکور په ازموینه کې نجونو ته د ګډون اجازه ورنهکړي.
دې سازمان تېر ماښام په څو ټویټونو کې له طالبانو غوښتي چې پر دغې نوې پرېکړې او پر نورو مخکینیو چې پر نجونو زدهکونکو یې لګولي، یو ځل بیا غور وکړي.
د اسلامي همکاریو د سازمان په باور له اکاډمیک چاپيریال څخه د نجونو او ښځو څنډې ته کول به ټولنیز او اقتصادي درزونه رامنځته کړي.
ياد سازمان د سرمنشي دفتر هغه پخوانۍ غوښتنه بیا تکرار کړه چې له افغان حکومت یې پر ښځو او نجونو د کار او زده کړې د بندیزونو د لیرې کولو لپاره کړې وه.
دغه غوښتنه درې اوونۍ مخکې د اسلامي همکاریو سازمان د افغانستان د بشري وضعیت په اړه په یوه غونډه کې کړې او د دې سازمان اجرایوي رئیس د افغان حکومت له چارواکو غوښتنه کړې وه چې، د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو دروازي بېرته پرانیزي او هغوی ته د زدهکړې د هرې رشتې حق ورکړي.