د پېښور په یو مسجد کې چاودنې لسګونه کسان مړه او ټپيان کړي
د راپورنو له مخې د پاکستان د خیبر پښتونخوا ایالت پېښور ښار په یوه جومات کې چاودنې د پولیسو په ګډون لسګونو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د رویټرز خبري آژانس د راپور له مخې دغه چاودنه نن دوشنبه هغه مهال شوې چې د پولیسو په ګډون ګڼ شمېر لمونځ کوونکي په یاد جومات کې د ماسپښين لمانځه لپاره را ټول شوي و.
په پېښور کې د «لېډي ریډنګ» روغتون ویاند محمد عاصم ویلي چې دوی ته د پېښې له ځایه ۱۹ جسدونه او څه باندې ۹۰ تنه ټپيان وروړل شوي چې د یو شمېر کسانو حالت یې خراب دی.
عاصم زیاته کړې چې دوی ته په وروړل شوو ټپيانو کې ګڼ شمېر پاکستاني پولیس هم شامل دي.
ویل کیږي چې دغه چاودنه د پاکستاني پولیسو د اوسېدو ځای ته په نژدې جومات کې شوې ده.
د پاکستاني پولیسو په وینا په جومات کې د لمانځه پر مهال ۲۶۰ کسانو شتون لاره.
تر دا مهاله ددغه چاودنې مسؤلیت کومې ډلې په غاړه نه دی اخیستی.
د پاکستاني رسنیو د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې درنه مرګ ژوبله رامنځته شوې ده.
تر دې وړاندې هم د پاکستان په بېلابېلو برخو کې ورته چاودنې شوې دي.