Site icon

اصفهان کې د دفاع وزارت د مهماتو په مرکز ډرون برید شوی

Advertisements

په ایران کې د دفاع وزارت اړوند د مهماتو د تولید پر مرکز د بې پیلوته الوتکې برید شوی دی.
خو د ایران دولتي ټلویزیون بیا خبر ورکړی چې په اصفهان کې په یوه پوځي مرکز کې ستره چاودنه شوې ده.
په دغه راپور کې ویل شوي چې چاودنه د ملي دفاع وزارت اړوند د مهماتو د تولید په یوه مرکز کې شوې ده.
د اصفهان والي چاودنه تایید کړې، خو ویلي یې دي چې مرګ ژوبله نه لري.
د ایران د دفاع وزارت له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې پر پوځي مرکز د مایکرو بې پیلوټه الوتکو برید شوی دی.
د ارنا دولتي خبري اژانس د دې هیواد د دفاع وزارت په حوالې لیکلي چې د ډرون یوه الوتکه د هوایي سیستم لخوا تر کشف کیدو وروسته وویشتل شوه او له منځه ولاړه او دوه نورې هم د دفاع په لومې کې ونښتې او وچول شوې.
د دفاع وزارت په اعلامیې کې ویل شوي چې پدې برید کې چا ته مرګ ژوبله نده اوښتې او یوازې د ورکشاپ بام ته لږ څه زیان رسیدلی خو نور جزیات یې ندي ورکړي.
په خبرپاڼه کې دا ندي‌ ویل شوي‌ چې برید د چا لخوا شوی دی.
د برید مسئولیت هم تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

Exit mobile version