د ملګرو ملتونو بل جګپوړي پلاوي ا.ا له مشرانو سره لیدلي

د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستیال د کډوالو چارو وزارت له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې ویلي پر افغانستان د مرستو بندولو اراده نه لري او سږ کال د بشري مرستو برخې ته تر ټولو ډېره بودجه په پام کې نیول شوې ده.
د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت په خپله ټویټرپاڼه ليکلي د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارټین گریفټس د دغه وزارت له سرپرست سره په کابل کې لیدلي دي. سرچینې لیکلي، په دې لیدنه کې د بشري مرستو د پراختيا کاري تګلاره او رامنځته شوو ستونزو په اړه خبرې وشوې. په دې ناسته کې د ملګرو ملتونو د سرمنشي مرستيال مارټين كريفټس وويل، له افغانستان سره د مرستو بندولو اراده نه لري خو د مېرمنو پر کار له بندیز سره کارونه ټكني شوي دي. نوموړي زیاته کړه سږ کال د بشري مرستو په برخه کې د افغانستان لپاره تر ټولو زياته بودچه په نظر کې نیول شوې او د دې لپاره باید د یو ښه میکانیزم پر جوړولو په ګډه کار وکړي.

Translate »
%d bloggers like this: