اوکراین کې دوه برېتانوي وګړي وژل شوي دي

د بشري مرستو د ټولنو دوه برېتانوي کارکوونکي د اوکراین په ختیځ کې له جګړه ځپلو سیمو د تخلیې د عملیاتو پرمهال وژل شوي دي.
د کریس پېري او اندریو باګشاو د تري تم کېدو خبرونه څو اوونۍ مخکې ورکړل شوي وو.
پرون د پېري کورنۍ په یوه بیان کې چې د برېتانیا د بهرنیو چارو وزارت خپور کړ تایید کړه، چې پېري او همکار یې باګشاو د اوکراین په ختیځ ښار سولیدار کې هغه مهال چې د تخلیې په عملیاتو کې یې مرسته کوله، وژل شوي دي.

Translate »
%d bloggers like this: