ملګرو ملتونو پر ایران څلورم پړاو بندیزونه تصویب کړل
په بروکسل کې د اروپایي ټولنې د هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې پر تهران د لاریون کوونکو د ځپلو له امله څلورم پړاو بندیزونه تصویب شول.
اروپايي ټولنې پرون دوشنبه نور ایراني چارواکي او بنسټونه د ایراني اعتراض کوونکو پر وړاندې د تهران د خونړۍ ځپنې له امله د شتمنیو د کنګل کولو او د ویزو د نه ورکولو په تور لیست کې شامل کړي دي.
اروپایي ټولنې دمخه هم د لاریون کوونکو د ځپلو له امله د تهران د اخلاقي پولیسو، د انقلابي ګارد قول اردو قوماندانانو او دولتي رسنیو څه دپاسه ۶۰ ایراني چارواکو او ادارو بندیزونه لګولي وو.
خو د ۲۷ هیوادونو څخه جوړې اروپايي ټولنې تر دې دمه د جرمني او هالنډ له غوښتنو سره سره د ایران د سپاه پاسداران ګارد د یوې ترهګرې ډلې په توګه په تور لیست کې نه دی شامل کړی.