امريکا کې د یوه بریدګر جسد په موټر کې موندل شوی

د امریکا کلیفورنیا کې پولیس وایي هغه کس مړ موندل شوی چې‌ پرون شپه یې لاس انجلس ته نږدې په مونېتري پارک ښار کې ۱۰ کسان په ډزو وژلي وو.
پولیس وايي‌ دا سړی ‘هو کن تران’ نوموېږي او ۷۲ کلن و.
دی د نڅا په یوه کلب کې پر خلکو له ډزو وروسته تښتېدلی و او پراخ لټون یې روان و.
خو وروسته د نوموړي مړی په یوه سپین ‘وان’ موټر کې وموندل شو.
پولیس اوس په دې اړه څېړنې کوي، چې ‘هو کن تران’ ولې په دغه برید لاس پورې کړی.
د هغه لخوا د وژل شویو کسانو په اړه هم ویل شوي چې ټول د ۶۰-۵۰ کلونو او یا تر دې هم د پاخه عمر کسان ښکاري.‌
دې پېښه کې ۱۰ کسان ټپي‌ شوي‌ هم وو چې د ۷ روغتیايي‌ وضعیت نازک دی.
تر دې پېښې لږ مخکې په مونتېري پارک کې زرګونه کسان د نوي سپوږمیز کال جشن کې ګډون لپاره راټول شوي وو.‌
ځايي پولیسو ویلي و دا ډزې یوه سړي کړې او وروسته د پېښې له ځایه تښتېدلی دی.

Translate »
%d bloggers like this: