Site icon

د ایران سفير د افغانستان په اوبو کې د خپل بشپړ حق غوښتنه کړې

Advertisements

په کابل کې د ایران نوي سفیر د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره په لیدنه کې د افغانستان په اوبو کې د خپل بشپړ حق غوښتنه کړې ده.
د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند تیره شپه ناوخته په یو لړ ټویټونو کې لیکلي، چې د بهرنیو چارو سرپرست وزیر د افغانستان لپاره د ایران نوي ټاکل شوي سفیر حسن کاظمي قمي سره وکتل.
سرچینه وايي په دې لیدنه کې د دواړو هیوادو تر منځ په سیاسي او اقتصادي، موضوعاتو خبرې وشوې چې دواړو لورو په خپلو خبرو کې د ریښتني ګاونډیتوب او دوه اړخیزو مشترکو ګټو د پاللو هوډ څرګند کړ.
د هغه په وینا، د ایران سفیر وویل، د اوبو اهمیت ته په کتو سره باید کوښښ وشي اوبه داسي مدیریت شي چې ضایع نه شي او ایران ته خپل حق ورسیږي.

Exit mobile version