خیبر پښتونخوا کې دوه پاکستاني افسران وژل شوي

نامعلومو وسله والو د خېبر پښتونخوا په چهارصدې سیمه کې د پاکستاني پولیسو پر پوسته برید کړی چې په پایله کې یې دوه افسران وژلي دي.
پاکستانیو رسنیو ویلي چې دا پېښه پرون د خيبر پښتونخوا ایالت په چارسدې ولسوالۍ کې رامنځته شوې ده.
په چارسدې کې د طارق خان په نامه د پولیسو یو افسر رسنیو ته ویلي وسله والو د پولیسو پر یوې پوستې برید کړی چې په پایله کې یې دوه افسران وژل شوي او يو ټپي دی.
هغه ويلي په دې پېښه کې درې افسران ټپیان شوي وو، چې دوو یې روغتون ته له رسېدو وړاندې ساه‌ ورکړه او یو یې لاهم تر درملنې لاندې دی.
د سرچینو د معلوماتو پر اساس، تحریک طالبان پاکستان ډلې د یاد برید مسوولیت منلی دی.
دا پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې د تېرې پنجشنبې په ورځ هم په یاده سیمه کې درې پولیس افسران وژل شوي وو.
که څه هم تر اوسه د دغه برید مسوولیت چا نه دی منلی، خو هلته د تحریک طالبان پاکستان ډله ورته بریدونه کوي.
پاکستاني ط البانو په وروستیو میاشتو کې د پاکستان په خیبر پښتونخوا او بلوچستان ولایتونو کې پر امنیتي ځواکونو وروسته له هغه بریدونه ډیر کړل چې له حکومت سره یې خبرې ناکامې شوې.

Translate »
%d bloggers like this: