Site icon شرق ګلوبل نیوز

لوګر کې ترافیکي پېښې ۸ تنه ټپیان کړي

Advertisements

د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې د یوې ترافيکي پېښې له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸ کسان ټپیان شوي دي.
د لوګر د امنيې قوماندانۍ ویاند احمدالله انس وايي، پېښه نن سهار د یادې ولسوالۍ په زاهداباد سيمه کې شوې ده.
هغه زياته کړه، يو سراچه موټر چې له محمداغې ولسوالۍ مرکز پل علم ته روان و، د لارې په اوږدو کې له سړکه اوښتی او چپه شوی چې په کې سپاره ۸ کسان ټپیان شوي دي. نوموړی وايي په ټپیانو کې ۶ ښځې، يو نارينه او يو ماشوم شامل دي چې د درملنې لپاره ولایتي روغتون ته لېږدول شوي دي.
هغه زياته کړه، پېښه د موټرچلوونکي د ګړندي تک او بې احتیاطۍ له امله شوې ده.
د پېښې يوه عيني شاهد او موټر چلوونکي ویلي په ټپیانو کې د ۴ کسانو روغتیايي حالت ښه نه و چې د درملنې لپاره پلازمینې کابل ته لېږدول شوي دي.

Exit mobile version