اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځ پر سولې يوځل بیا ټینګار کړی

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د روسیې او اوکراین ترمنځ د سولې لپاره پر وړاندیز یو ځل بیا ټینګار کړی.
د ترکیې د جمهوري ریاست دفتر پرون وویل چې اردوغان د اوکراین له ولسمشر ولودیمیر زیلینسکي سره په ټیلیفوني خبرو کې دا وړاندیز کړی.
اردوغان د جنوري په ۱۸مه د یوه پوځي هیلیکوپټر د نسکورېدو په پېښه کې د اوکراین د کورنیو چارو د وزیر او څو نورو چارواکو د مړینې له کبله هم له زیلینسکي سره خپله خواخوږۍ څرګنده کړې ده.

Translate »
%d bloggers like this: