ا.ا: که اړتیا وليدل شي د ټاپي پروژې لپاره به ځانګړی ځواک جوړ شي

د ریاست الوزرا اقتصادي معاونیت وايی، اسلامي امارت د ټاپي پروژې د چارو بشپړېدو ته پوره چمتووالی لري او په دې برخه کې هېڅ راز امنیتي خنډ او ستونزه نشته.
له یاد معاونیت څخه د شنبې په ورځ په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، که اړتیا ولیدل شوه، د افغانستان سرپرست حکومت چمتو دی چې د یادې پروژې د امنیت لپاره یو ځانګړی ځواک هم تشکیل کړي.
په خبرپاڼه کې راغلي، دوی ټاپي پروژې ته د اقتصادي زیربناوو د یو مهم عنصر په توګه ګوري او نه یوازې ټاپي؛ بلکې د ټولو پروژو امنیت ورته مهم دی.
په خبرپاڼه کې زیاته شوې چې افغان حکومت له ګاونډیو، د سیمې او نړۍ له هېوادونو سره پر متقابلو ګټو او همکاریو د ولاړو اړیکو غوښتونکی دی او ټولو ته په دې برخه کې د امنیت ډاډ ورکوي.

Translate »
%d bloggers like this: