هغې هندۍ ټاکنې ګټلې دي چې څلوېښت کاله یې د خلکو تشنابونه او کوڅې پاکولې

دا ښځه چنتا دیوي نومېږي او یو وخت یې د شمالي هند په بېهار ایالت کې د خلکو کېنارابونه پاکول، سړکونه او کوڅې یې جارو کولې. څلوېښت کاله یې په سر خاورې باد کړې خو اوس یې خپل سیال ته په لوی توپير په ټاکنو کې ماتې ورکړې ده. 

دې د ښاروالۍ لپاره په تازه ټاکنو کې سیال نوماند ته د ۱۵ زره رایو په توپیر سره ماته ورکړه او د ښاروالۍ مرستیالي یې وګټله. 

تر ډېره دغه څوکۍ د ټيټ ذات هندوانو لپاره ځانګړې ده او د دې بریال ځکه ارزښت لري چې د هند په ټولنه کې د ټيټ ذات خلک داسې پوړونو ته د رسېدو لپاره ډېرې سختۍ او زحمتونه ګالي.

چنتا دیوي اوس شپېته کلنه ده او په ماشومتوب کې یتیمه شوې ده. شاوخوا شل کاله مخکې کونډه شوه او د خپلو اولادونو پالل ورپه غاړه شول. درې زامن لري او دوه یې د دې غوندې واټونه پاکوي.

 دې لمسی راهول کمار وايي چې په ۲۰۲۰ کې یې نیا تقاعد شوه او په خپله کوڅه کې یې ترکاري خرڅول پيل کړل. خو په سبزۍ خرڅوونکو پسې ښاروالۍ راواخیستله او کار ته یې نه پرېښودل،‌ “اخر مې نیا مجبوره شوه چې ټاکنو ته ودرېږي”

راهول وايي، “د ښاروالۍ کسان هر وخت په بازار کې بېچاره ترکاري خرڅوونکي په عذابوي، چټي وټي پلمې ورجوړوي او ځوروي‌ یې. نو دا یې پر وړاندې ودرېده او غږ یې پورته کړ”

“زه او ټاکنې ډېره لرې خبره وه، خو خلکو ویل چنده درته کوو”

ښځې

د عکس سرچینه،MOHD SAMI

چنتا دیوي وايي چې تېر کال د ښاروالۍ واله پسې ورغلل او دودی ټوکرۍ یې د خځلو لارۍ ته ورګوزار کړې خو د ټپریو والا ټول غلي ناست وو او یوه هم د اعتراض کولو جرات ونه کړ.

دا وايي، “زه په خپل زور پسې وروختلم او خپله ټوکرۍ مې راکوزه کړه. د نورو مې هم راښکته کړې. بس، هماغه و چې ټولو زه په ټاکنو کې ګډون ته وهڅولم”

https://www.bbc.com/pashto/articles/cn066jg52dvo

Translate »
%d