د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلېنسکي له خپل امریکايي سیال جو بایډن سره په سپینه ماڼۍ کې ولیدل
د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ته له رسېدو وروسته د اوکرایین ولسمشر ولودیمر زېلېنسکي له خپل امریکايي سیال جوبایډن سره خبرې کوي. دا په فبرورۍ کې پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته لومړی ځل دی، چې ښاغلی زېلېنسکي له هېواده بهر سفر کوي.
په سپینه ماڼۍ کې د ښاغلي زېلېنسکي له هرکلي کولو وروسته ښاغلي بایډن ژمنه وکړه، چې د پرمختللي پاټریاټ هوايي دفاعي سیسټم په ګډون له اوکرایین سره د دفاع پیاوړي کولو کې مرستې روانې وساتي. نوموړي ولسمشر زېلېنسکي (د کال سړی) وباله او د روسیې پر ولسمشر ولادیمر پوتین یې د ده په خبره د ظالمانه جګړې له کبله نیوکې وکړې.
ښاغلي زېلېنسکي د روان ملاتړ له کبله د ښاغلي بایډن مننه وکړه او هغه مډال یې ورته ډالۍ کړ، چې ده د جګړې لومړۍ کرښې یوه پوځي افسر ورکړی و.