Site icon

ابراهيم ځدراڼ نوی ريکارډ جوړ کړ

Advertisements

د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان توپ وهونکي ابراهیم ځدراڼ په خپله ۸مه نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې ۱۶۲ منډې وکړې، چې دا د هغه درېیمه نړیواله سلیزه وه او تر ټولو لوړې منډې یې هم وې.
نوموړي د افغانستان لپاره ۸ پنځوس اوریزه لوبې کړي، چې ۴۳۳ منډې لري، چې اوسط منډې یې ۶۱.۹ دي او سټرایک رېټ یې ۸۷.۱ دی، چې ټولټال درې سلیزې هم پکې شاملې دي.
په تیره لوبه کې ابراهیم ځدراڼ ۱۶۲ منډې جوړې کړې، چې دا د افغانستان کرکټ په تاریخ کې د یوه لوبغاړي په توګه تر ټولو زیاتې منډې وې، چې تر هغه وړاندې محمد شهزاد ۱۳۱ زیاتې منډې وکړې.
په دې سره ابراهیم ځدراڼ د هندي لوبغاړو ګوتم ګمبیر او سچن ټنډولکر ریکارډ مات کړ او لومړی لوبغاړی چې په سریلانکا زیاتې منډې جوړوي. تر دې وړاندې ګوتم ګمبیر د سریلانکا پر وړاندې ۱۵۰ او سچن ټنډولکر ۱۳۸ زیاتې منډې جوړې کړې وې.
د یادولو وړ ده چې ابراهیم ځدراڼ په دریمه لوبه کې ۱۶۲ منډې جوړې کړې او د سریلانکا پر وړاندې یې په سیریز کې ټولټال ۲۷۸ منډې وکړې او د سیریز غوره لوبغاړی ونومول شو.

Exit mobile version