ناټو اوکرایین سره د وسلو او برېښنا رغولو کې مرسته کوي

ناټو ژمنه وکړه چې اوکرایین ته نورې وسلې ورکوي او د انرژۍ د مهمو زېربناو رغولو کې به هم مرسته ورسره کوي.
دغو زېربناو ته د روسیې د توغندیو او چاودېدونکو ډرونونو بریدونو کې سخت زیان اوښتی دی.
دمګړۍ میلیونونه اوکرایینیان برېښنا او اوبو ته لاسرسی نه لري.
اوکرایین له څو میاشتو راهیسې له ناټو غواړي چې د روسیې د بریدونو مقابلې لپاره پرمختللي دفاعي سیستمونه ورکړي.
بلخوا د نړۍ د اوو شتمنو هېوادونو ډلې “جي ۷” عدلیې وزیرانو هم د جرمني برلین کې د یوې غونډې پر مهال ویلي چې اوکرایین کې د ترسره شویو مشکوکو جنګي جنایتونو په اړه همغږه څېړنې کوي.

Translate »
%d bloggers like this: