حنا رباني: پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري

په بهرنیو چارو کې د پاکستان د دولت وزیره ټينګار کوي چې پاکستان د افغانستان ځمکنۍ بشپړتیا ته درناوی لري .
هغه ويلي له رامنځته شویو فرصتونو باید اعظمي استفاده وشي او نه بايد په تېرو تېروتنو کې ښکېل پاتې شو.
د ارګ په ټويټر کې راغلي چې د ریاست الوزراء اداري مرستیال له حنا رباني کهر سره په چهار چنار ماڼۍ کې وکتل. په دې کتنه کې د ریاست الوزراء اداري مرستیال د افغانستان او پاکستان روابط تاریخي، دیني او فرهنګي وبلل او زیاته یې کړه، ا.ا د دواړو هېوادونو ترمنځ د دغو روابطو د لاپراختیا او پیاوړتیا غوښتونکی دی.
نوموړي په تېرو څلورو لسیزو کې د افغان کډوالو د کوربه‌توب په خاطر له پاکستانه مننه وکړه او ويې ویل، د ا.ا په حاکمېدو سره په ټول هېواد کې امنیت تأمین دی، اداري فساد له منځه تللی او د نشه یي توکو کښت او قاچاق بند شوی دی.
حنا رباني کهر په خپلو خبرو کې ویلي چې له څلوېښتو کلونو راپدېخوا په افغانستان کې زیات فرصتونه برابر شوي چې د دواړو هېوادونو په ګټه دي.
حنا رباني کهر دې ته په اشارې چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بندرونو کې دې د تګ راتګ لپاره یو میکانیزم جوړ شي وویل، رامنځته شوې ستونزې باید ژر حل شي، د افغان بندیانو د خلاصون لپاره میکانیزم موجود دی خو د حل لپاره یې لا زیات وخت ته اړتیا ده.

Translate »
%d bloggers like this: