بلوچستان کې پر پاکستاني پوځیانو ځانمرګی برید شوی
د پاکستاني پولیسو په وینا، د پاکستان په کوټه ښار کې یوه ځانمرګي بریدګر د پولیسو موټر په نښه کړ، چې له امله یې درې تنه ووژل شول او ۳۰ نور ټپیان شول.
د ځايي رسنیو د راپورونو له مخې، دا برید د کویټې ښار په بلیلي ولسوالۍ کې د پولیسو پر موټر شوی دی.
د پيښې ټپیان نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.
د برید مسئولیت پاکستاني طالبانو په غاړه اخیستی دی.
په ټولنیزو رسنیو کې هم ټي ټي پي ته منسوبه یوه اعلامیه خپره شوې چې په کې یادې ډلې د یاد برید مسوولیت منلی.
دا برید وروسته له هغې کېږي چې د تېرې دوشنبې په ورځ « تحریک طالبان پاکستان» ډلې د پاکستان له حکومت سره کړی اوربند پای ته ورساوه.