د حنا رباني کر په مشرۍ د پاکستان یو پلاوی کابل ته راغلی دی
په دغه پلاوي کې د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق ، کابل کې د پاکستان شارزدافیر عبیدالرحمن نظاماني او ګڼ نور چارواکي شامل دي .
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وایي چې ددغه وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي کابل ته د پاکستان په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا رباني کر په مشرۍ راغلي پلاوي سره ولیدل .
تکل وایي د بهرنیو چارو سرپرست وزیر مولوي امیرخان متقي په دغه لیدنه کې پاکستاني پلاوي ته د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ ددواړو ګاونډیو هیوادونو اړیکې د ولسونو او سیمې په ګټه وبللې .
د سرچینې د معلوماتو له مخې متقي په پاکستان کې د افغان بندیانو خلاصون ، یو بل هیواد ته د مسافرو تلو راتلو او پر لاره د اوښتو په برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو ، د سوداګرۍ او ټرانزیټ په برخه کې د پرمختګ او چټکتیا په اړه پاکستاني لوري ته یادونه کړې .
تکل زیاتوي چې د افغانستان د بهرنیو چارو سرپرست په دغه لیدنه کې د ټاپي ، ټاپ ، ریل پټلۍ او لویو پروژو پیلولو ته تیاری وښود او د سیاسي اړیکو ، اقتصادي ودې او امنیت په اړه یې د اسلامي امارت دریځ څرګند کړ .
سرچینه وایي پاکستاني پلاوي په دغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د ښه چلند ، د تګ راتګ پر لارو او د ویزو په برخه کې د ستونزو د حل په اړه د همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ټرانزیټ د پیاوړتیا او پراختیا په تړاو به لازم ګامونه پورته کړي .
د تکل په وینا په دغه لیدنه کې هوکړه وشوه چې ددوه اړخیزو همکاریو لپاره به نوي میکانیزمونه رامنځته کیږي ټول ګډ فرصتونه او مسایل به د خبرو اترو له لارې وڅیړل شي او د پرمختګ لپاره به یې کار کیږي .
د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت زیاته کړې د ناستې په پای کې دواړه لورو راتلونکې کې د ګټورو مثبتو ګامونو اخیستلو او د ستونزو د هواري په اړه هوډ څرګند کړ.