بدخشان کې د واده په مراسمو کې ډزو ۴ تنه مړه او ټپيان کړې دي

د بدخشان ولايت په جرم ولسوالۍ کې د واده په مراسمو کې د ډزو له امله ۴ تنه مړه او ټپيان کړي.
باختر اژانس د بدخشان د ځايي چارواکو په حواله خبر ورکړی چې دا پېښه پرون شپه د دغه ولايت د جرم ولسوالۍ په سينه کلي کې شوې ده.
سرچينه زياتوي چې په ډزو کې د ۱۲ او ۱۶ کلونو تر منځ دوه ماشومان وژل شوي او دوه تنه نور ټپيان دي.
د يادونې وړ ده چې په مختلفو ولايتونو کې د واده او خوښيو په مراسمو کې هوايي ډزې کيږي چې کله ناکله پکې بوږنوونکې مرګ ژوبله هم اوړي.
د افغانستان ا.ا له همدې کبله پر هوايي ډزو بنديزونه لګولي خو داسې ښکاري چې له بنديزونو سره سره لا هم په ځينو سيمو کې دا دود پالل کيږي.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading