ا.ا : حکومت مو ټولشموله او د ښځو حقونه خوندي دي

د رياست الوزرا سياسي مرستيال د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا سره لیدلي.
نوموړي زياته کړې، چې د افغانستان خلک د طبيعي پېښو او نورو اقتصادي ستونزو له امله له مشکلاتو سره مخ دي، بين المللي ټولنه بايد خپلو مرستو ته دوام ورکړي.
هغه د ټولو مرستندويانو د امنيت تامين او اړمنو ته په شفاف ډول د مرستو د وېش ډاډ ورکړی.
نوموړي دغه راز ویلي، چې د اسلامي شريعت په چوکاټ کې د ښځو حقونه تامين دي، هغوی په مختلفو برخو کې په دندو بوختې دي او حکومت عملاً ټولګډونه دی.
هغه له پخوانيو چارواکو سره د اړيکو کمېسيون هڅو ته په اشارې وویل، تر اوسه ۴۱۴ کسان بېرته هېواد ته راستانه شوي او ټول په امن فضا کې خپل ژوند ته دوام ورکوي.
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې شارژدافيرې رافائلا ايوبيا د خپلو خبرو په پای کې له بين المللي ټولنې څخه په را روان ژمي کې له افغانانو سره د بشري مرستو د زياتوالي غوښتنه وکړه او ويي ويل، دوی دلته پاتې کېږي او همکاري به يې دوام ولري.

Translate »
%d bloggers like this: