Site icon

افغان لوبډله وتوانيده چې ۲۰۲۳م کال نړیوال جام ته لار پیدا کړه

Advertisements

د کرېکټ نړیوالې شورا بېګا ناوخته اعلان وکړ چې، افغانستان د ۲۰۲۳ کرېکټ نړيوال جام ته په مستقيمه توګه لار پيدا کړه.
تېره ورځ د افغانستان او سریلانکا ترمنځ د یوې ورځنۍ سیالۍ له مساوي کېدو وروسته افغان لوبډلې پنځه نومرې نورې هم ترلاسه کړې چې په دې سره یې د راتلونکي ۲۰۲۳ م میلادي کال د کرکټ د ۵۰اوریز نړیوال جام سالیو ته لار ومونده.
د تېرې ورځې په سیالۍ کې افغان لوبډلۍ لومړۍ توپوهنه وکړه او د ټولو لوبغاړو په سوځېدو یې ۲۲۸ منډې جوړې کړې.
خو دا سیالي د باران له کبله مساوي پای ته ورسېده، چې دواړو لوبډلو ته یې پنځه پنځه نومورې ورکړل شوې.
افغانستان دمګړۍ د سوپر لیګ په اووم مقام کې دی او دا اوه واړه لوبډلې نړیوال جام ته وتلي دي.
افغان لوبډلې تر دې مهاله د ۲۰۲۳ نړیوال جام لپاره د ورکړل شویو ۲۴ لوبو له جملې ۱۴ لوبې کړې چې ۱۱ یې ګټلي، ۲ یې بایللي او یوه یې هم مساوي شوې ده.
افغانستان د کرېکټ په سوپر لیګ کې چې هدف یې مستقیما نړیوال جام ته د اتو ټیمونو وتل دي له دیارلسو لوبو ۱۱ ګټلي او ۱۱۵ نمرې لري.

Exit mobile version