Site icon

د حنا ربانی کهر په مشرۍ یو پاکستاني پلاوی کابل ته راځي

Advertisements

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت مرستیالې حنا رباني کهر ويلي، چې په نږدې راتلونکي کې کابل ته د سفر پلان لري.
پاکستاني رسنیو افغانستان ته د دې هېواد په بهرنیو چارو کې د دولت وزیرې حنا ربانی کهر په رهبرۍ د یو پاکستانی هیت له سفر څخه خبر ورکړی دی.
پاکستاني رسنیو راپور ورکړی دی چې د دې سفر موخه د کابل او اسلام‌آباد د اړیکو پراختیا او د افغانستان له خلکو ملاتړ بلل شوې ده.
ښايي دا سفر سبا ورځ ترسره شي. دې سفر کې به پاکستاني هیت د طالبانو له رییس الوزرا ملا حسن آخند او بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي سره کتنه کړي.
نوموړې له دې سره هم مهاله، په افغانستان کې د ناوړه بشري وضعيت خبرداری ورکړی او ویلي، چې په دغه هېواد کې یوه بشري فاجعه د رامنځته کېدو په حال کې ده.
دغې لوړپوړې پاکستانۍ دیپلوماتې په ورته مهال د امریکا له لوري د افغانستان د کنګل شوې بانکي زېرمې د خوشې کېدو غوښتنه کړې او پر دغې پانګې د بندیزونو لرې کول يې د افغانستان د اقتصادي او بشري وضعيت د رغولو لپاره اړین ګڼلی.

Exit mobile version