له ایران څخه ۱۷۴۶ افغان کډوال هېواد ته راستانه شول

د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت هېواد ته د ۱۷۴۶ افغان کډوالو د بېرته راستنېدو خبر ورکوي.
د یاد وزارت چارواکي وایي، دغه کډوال پرون له ایران څخه د هرات ولایت د اسلام قلعه له لارې بېرته خپل هېواد ته راستانه شول.
دوی وايي چې له ایران څخه راستانه شوي ټول کډوال یې د بشري مرستو لپاره د IOM دفتر ته معرفي کړي دي.
د کډوالو وزارت نه دي ویلي چې دا افغان کډوال په خپله خوښه هېواد ته راغلي او که په زور سره له ایران څخه اېستل شوي دي.

Translate »
%d bloggers like this: