وسله والو سره په نښته کې ۴ پاکستاني عسکر مړه اوټپيان شوي
د پاکستان د خیبر پښتونخوا په لکي مروت سیمه کې له وسلهوالو سره په نښته کې دوه پاکستاني عسکر وژل شوي او د یوه افسر په ګډون دوه نور ټپیان دي.
دغه پېښه د لکي مروت په درګه سیمه کې رامنځته شوې ده.
د پاکستان پوځ ادعا کړې چې د یو لړ عملیاتو کې یې نهه بلوڅ وسلهوال وژلي.
د پاکستان پوځ له خوا په خپره شوې یوه خبرپاڼه کې راغلي چې د بلوچستان ایالت په کوهلو سیمه کې د بلوڅ وسلهوالو پر ضد یې چاڼیز عملیات کړي دي.
سرچینې زیاته کړې، په دغو عملیاتو کې یې نهه بلوڅ وسلهوال وژلي او درې نور یې په ټپي حالت کې نیولي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي چې دغه عملیات یې د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ د بلوڅ ازادۍغوښتونکې ډلې د وسلهوالو پر ضد ترسره کړي دي.
یادې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د یو بل خبر له مخې، د خیبر پښتونخوا په سوېلي ولسوالۍ لکي مروت کې له وسلهوالو سره جګړه کې د پاکستان دوه پوځیان ژل شوي او د یوه افسر په ګډون دوه نور ټپیان شوي دي.
پاکستاني طالبانو د دغه برید مسوولیت منلی دی.
د پاکستان پوځ په دې اړه تر دې مهال څه نه دي ویلي خو د لکيمروت پولیس د وسلهوالو طالبانو او پوځ ترمنځ نښته تایيدوي او ویلي یې دي، پېښه تېره ورځ د لکيمروت ګمبیلا پولیسو تاڼې په مربوطاتو کې شوې وه او نن هم په سيمه کې عمليات دوام لري.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځې مخکې هم یاده سیمه کې د یوه وسلهوال برید پر مهال شپږ پاکستاني پوځیان وژل شوي وو.