افغانستان کې د شري واکسین پيل شو

په افغانستان کې د شرې ناروغۍ زیاتېدو سره هم مهاله، د شنبې په ورځ د عامې روغتیا وزارت په ټول هیواد کې ماشومانو ته د شري ناروغۍ د سرتاسري کمپاین پیلېدو خبر ورکړ.

د روغتیا وزارت وزارت ویاند شرافت زمان وایي چې دغه کمپاین به د لسو ورځو لپاره دوام وکړي.

د نوموړي په وینا د یاد کمپاین پر مهال به په ټول هیواد کې تر پنځمه کلنۍ کم عمره شاوخوا ۷ میلیونه ماشومانو ته د شري واکسین تطبیق شي.

د عامې روغتیا وزارت د ویاند د معلوماتو له مخې په ۲۰۲۲ میلادي کال کې په افغانستان کې د شري ناروغۍ له امله شاوخوا ۳۰۰ ماشومان مړه شوي دي.

د نوموړي په وینا د یادو ماشومانو له جملې څخه ۲۵۹ یې تر پنځه کلنۍ کم عمره او ۲۳ یې تر پنځه کلنۍ پورته ماشومان دي چې د شري ناروغۍ له امله یې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

د عامې روغتیا وزارت له کورنیو غوښتنه کوي چې دا وړیا واکسین خپلو ماشومانو ته ژر تر ژره وکړي .

په افغانستان کې د تیرې مارچ میاشتې پر ۱۲مه د شري واکسین د لومړي کمپاین پر مهال تر پنځه کلنۍ کښته ۱.۲میلیون ماشومان واکسین شول.

او تر هغه وروسته د تیري اپرېل میاشتې پر ۲۵مه د شري ناروغۍ دوهم کمپاین تر سره شو چې د روغتیا وزارت په وینا پر مهال یې د افغانستان په ۱۱۱ ولسوالیو کې تر پنځه کلنۍ کښته درې میلیون ماشومان واکسین شول.

Translate »
%d bloggers like this: