ننګرهار کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده خوشی شو

امنیتي ځواکونو د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې یو ماشوم د تښتوونکو له بنده خوشی کړی او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي .

په ختیخ کې د ۲۰۱ خالد بن ولید قول اردو ویاند مولوي وحیدالله محمدي وایي د ننګرهار په خوږیاڼو ولسوالۍ کې د اردو کنډک له لوري یو ماشوم له انسان تښتوونکو وژغورل شو .

هغه زیاته کړه د تښتوونکو ډلې ماشوم د خوږیاڼو ولسوالۍ له ارغچ سیمې څخه تښتولې وو او بیا یې په یوې لرې سیمه کې پټ کړی و چې د بې هوشۍ په حالت پیدا شوی او په تړاو یې درې کسان نیول شوي دي .

دی وایي تښتوونکو د ماشوم د خلاصون په بدل کی ۳۰۰ زره پاکستانۍ کلدارې غوښتې وې چې کورنۍ یې په وخت له امنیتي ځواکونو سره معلومات شریک کړل او د پېښې مخنیوی وشو .

چارواکي وایي له نیول شوو تښتوونکو څخه یو موټر ، ۱ کلاشینکوف ، ۵ سیته ګرځنده تلیفونونه او نور اړوند اسناد هم ترلاسه شوي دي .

د ماشوم کورنۍ له امنیتي ځواکونو مننه وکړه چې پر وخت اقدام سره یې ددوۍ اولاد له تښتوونکو ژغورلی دی .

امنیتي چاروکي وایي که کورنۍ دداسې پېښو پرمهال امنیتي ځواکونه پر وخت خبر کړي نو د ډېرو دا ډول پېښو مخه به ونیول شي.

Translate »
%d bloggers like this: