Site icon

اوکرایین کې ۶میلیون خلک له یخنۍ او برېښنا له نه شتوالي کړېږي

Advertisements

د اوکرایین ولسمشر ولودیمیر زیلېنسکي ویلي، د روسیې د وروستیو توغندیزونو بریدونو له کبله یې په هېواد کې تر ۶ میلیون ډېرې کورنۍ اوس د برېښنا د سرچینو د پرچاو له کبله کړېږي.
نوموړي په یوه تلوېزیوني وینا کې وویل، د کېیف شاوخوا سیمه تر نورو هغو ډېرې د برېښنا له پرچاوېدو او د اوبو له نشتوالي کړېږي.
د پلازمېنې ځینې اوسېدونکي هم نژدې ۲۰ او ځینې وخت ۳۰ ساعته برېښنا او اوبه نه لري.
هغه له ټولو هېوادوالو وغوښتل چې د برېښنا لګولو کې کمی راولي او د اړتیا وړ لږ اوبه مصرف کړي.
په ټول اوکرایین کې اوس د ژمي موسم پیل شوی، هلته واوره ورېدلې او د حرارت درجه تر صفر ټیټه شوې ده.
داسې وېره هم شته چې ښايي خلک د ژوند د لومړنیو امکاناتو د نشتوالي او سړوښې د ډېرېدو له کبله ومري.‌

Exit mobile version