افغان کرکټ ملي لوبډلې سریلانکا ته په لوې توپير ماتې ورکړه

د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا ملي لوبډلې ته د شپېتو منډو په توپیر ماتې ورکړه.
پرونۍ لوبه له کوربه سریلانکا سره د درېیو یو ورځنیو لوبو د لړۍ لومړۍ سیالي وه.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې د سریلانکا د ملي لوبډلې پر وړاندې په لومړۍ ۵۰اوریزه لوبه کې بریا خپله کړه.
په دغې لوبه کې ټاس افغان لوبډلې وګاټه او خپله یې د توپوهنې پرېکړه وکړه.
افغانستان په ټاکلو پنځوس اورونو کې د اتو لوبغاړو په سوځېدو ۲۹۴ منډې جوړې کړې.
د افغانستان لپاره په توپ وهنه کې ابراهیم ځدارن ۱۰۶، رحمان الله ګربز ۵۳ او رحمت شاه ۵۲ منډې وکړې.
سریلانکا لوبډلې ورکړل شوی هدف پوره نشو کړای او ټوله لوبډله یې په ۲۳۴ منډو وسوزېده.
د افغانستان لپاره په توپ اچوونه کې فضل الحق فاروقي څلور، ګلبدین نایب درې او یمن احمدزي دوه لوبغاړي وسوزول.
د افغانستان او سریلانکا ترمنځ دوهمه لوبه به د یکشنبې او درېیمه او وروستۍ د سه شنبې په ورځ په پام کې دي.

Translate »
%d bloggers like this: