د پوتېن څرګندونوته د اسلامي امارت غبرګون

د روسیې جمهوررییس ولادیمیر پوتېن د ډله ییز امنیت سازمان په غونډه کې وویل چې لاهم له افغانستان څخه د دغه سازمان غړو هېوادونو امنیت ته ګواښ متوجه دی.
خو د افغانستان د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د جمعې په ورځ وویل، داسې څرګندونې د هېوادونو ترمنځ بې باوري رامنځته کوي.
مجاهد زیاته کړه چې په تېر یوه کال کې د افغانستان له اړخه هېڅ هېواد ته زیان نه دی رسېدلی او یوه د داعش ډله ده چې هغه هم تر ډېره په افغانستان کې ځپل شوې ده.
مجاهد وایي، له داسې څرګندونو باید ډډه وشي او د اسلامي امارت پر ژمنو او تعهداتو باور وشي: «د افغانستان اسلامي امارت په کراتو دا ژمنه کړې او جدي ورته پابند دی چې د افغانستان له خاورې هېچاته ګواښ نه دی متوجه او نه هم موږ چاته اجازه ورکوو چې د افغانستان خاوره د بل چا پرضد وکاروي، افغانستان کې اوسمهال الحمدالله داسې کسان نه لرو چې کوم هېواد ته دې ګواښ پېښ کړي، داسې څرګندونې د هېوادونو ترمنځ د بې باورۍ فضا رامنځته کوي او د هېچا په ګټه هم نه دي، نو باید د اسلامي امارت ژمنو ته پاملرنه وشي او په تعهداتو یې باور وشي.»
په همدې حال کې د سیاسي او پوځي چارو کارپوهان هم دغه اندېښنې بې ځایه بولي او وایي چې د سیمې هېوادونه له دې لارې خپل اهداف ترلاسه کول غواړي.
د سیاسي چارو کارپوه عبدالواسیع قانع وایي، د افغانستان وضعیت د تېرو شلو کلونو په پرتله له امنیتي پلوه د پام وړ بدلون کړی او په خبره یې اوسمهال په افغانستان کې عملا هېڅ کومه ترهګره ډله فعالیت نه لري.
د پوځي چارو کارپوه جنرال محمد طاهر یرغل هم دغه اندېښنې او څرګندونې بې ځایه بولي .
د یادونې وړ ده چې په دې وروستیو کې د سیمې د هېوادونو منفي څرګندونې ډېرې شوې دي چې اسلامي امارت بیا بیا د سیمې هېوادونو ته ډاډ ورکړی دی.

Translate »
%d bloggers like this: