پاکستان:ټول افغان کډوال به ثبت او راجستر کړو

پاکستاني چارواکي وايي، دغه هېواد کې نژدې ۱۳ لکه ثبت شوي او نژدې همدومره نور داسې هم شته چې نومونه یې ثبت نه دي، چې له امله یې ډېر ځله د پاکستاني پولیسو لخوا ځورول کېږي او ناوړه چال چلند ورسره کېږي.
پاکستاني چارواکي وایي چې په دغه هېواد کې د هغو افغانانو نوملیکنه پیلوي، چې تر اوسه له حکومت سره ثبت او راجستر نه دي.
پاکستان د سرحدي چارو وزیر طلحه محمود ویلي، دوی به هڅه وکړي چې پاکستان کې مېشت هېڅ یو افغان کډوال داسې پاتې نه شي چې نوم یې ثبت او راجستر نه وي.
محمود د پاکستان ملي اسمبلۍ غونډې ته وینا کې ویلي چې تر اوسه له دوی سره په پاکستان کې د ثبت شویو افغان کډوالو شمېر ۱۳ سوه زره کسانو ته رسېږي، چې په وینا یې په تازه پیل شوې لړۍ کې یې سل زره نور کډوال هم ثبت او راجستر کړي دي.
نوموړی وايي، د لسو او دوولس سوه زرو تر منځ افغان کډوال لا هم د پاکستان په بېلا بېلو سیمو کې داسې شته، چې د کډوالو په توګه له حکومت سره ثبت او راجستر نه دي.
بل لور ګڼ شمېر هغه افغانان، چې په افغانستان کې د جمهوریت له نسکوریدو وروسته پاکستان ته لاړل چې له هغه ځایه امریکا او اروپايي هېوادونو ته ولېږدول شي، له ګڼو ستونزو سرټکوي.
بله خوا یو این اېچ سي ار وايي دوی یوازې هغه افغانان دریمګړو هېوادونو ته معرفي کوي، چې په افغانستان کې یې ژوند له ګواښ سره مخامخ وي.

Translate »
%d bloggers like this: