له اوکراين سره د امریکا پوځي مرستې لاهم دوام لري
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په یوه اعلامیه کې ویلي چې، د څلور سوه میلیونه ډالرو په ارزښت وسلې، مهمات او د هوایي دفاع سیستم به اوکراین ته وسپاري چې د ځان دفاع وکړي.
بلینکن ددې خبرې په ټینګار سره چې توپچي مهمات، دقیق شاټونه، د هوايي دفاع توغندي او تاکتیکي وسایط د جګړې په ډګر کې اوکراین ته ګټه رسوي.
هغه وویل چې مونږ به د اوکراین نه د خپل ځان نه په ښه توګه د دفاع کولو په برخه کې مرستې او ملاتړ ته دوام ورکړو. دا چې دا جګړه هر څومره دوام کوي مونږ به د اوکراین نه ملاتړ ته دوام ورکړو.
له هغه وخت راهیسې چې جمهور رییس جو بایډن د امریکا د متحده ایالتونو ولسمشر شوی دی؛ واشنګټن له اوکراین سره تر اوسه د نولس اعشاریه اووه میلیارډه ډالرو په ارزښت پوځي مرستې کړې دي.
د اوکراين ولسمشر په وار وار له لوېديځوالو غوښتي چې د روسيې د يرغل پر وړاندې دې ورسره مرستې وکړي.
دا په داسې حال کې ده چې روسیې د اوکراین له خرسون ښار څخه د خپلو ځواکونو له ایستلو وروسته د دغه هېواد په یو شمېر ښارونو بریدونه ډېر کړي دي.