نړۍ وال بانک وايي افغانستان کې د ژوند شرایط سخت شوي

نړۍ وال بانک په یوه تازه سروې کې ویلي دي چې په افغانستان کې اوس هم د ژوند شرایط سخت دي او دوه پر درې برخې افغانان په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي.
نړۍ وال بانک دغه څرګندونې دافغانستان په اړه په هغه سروې کې کړې دي چې پرون یې خپره کړې.
د دې سروې په پایلو کې راغلي چې دوه پر درې برخې افغان کورنۍ په سختۍ سره د اړتیا وړ توکي ترلاسه کوي، چې خواړه هم پکې شامل دي.
د نړیوال بانک له لوري په یوه اعلامیه کې ویل شوي، دغه سروې د روان ۲۰۲۲ کال جون او اګست میاشتو تر منځ موده کې بشپړه شوې او په افغانستان کې د نوي نظام له واکمنېدو وروسته د ژوند شرايطو ارزونه پکې شوې ده.
د دغه بانک په اعلامیه کې د دې ادارې دفتر مشره ملینډا ګوډ وايي، ډېری افغان کورنۍ له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، او له همدې کبله باید د اسلامي امرت اداره د معيشت، د خوړو او لومړنيو روغتيايي خدمتونو د خونديتوب او دوام په موخه کوټلي ګامونه پورته کړي.
په اعلامیه کې دغه راز د افغانستان له سرپرست حکومته غوښتل شوي ، څو خصوصي سکتور ته لار هواره کړي چې خلکو او په ځانګړې توګه هغو ځوانانو ته چې د کار کولو په لټه کې دي کاري فرصتونه رامنځته کړي.

Translate »
%d bloggers like this: