د امریکا په ویرجینیا کې یوتن ۷ کسان وژلي

یوه وسله وال د امریکا متحدو ایالتونو د ویرجینیا ایالت چېساپیک ښار کې د والمارت پلورنځي کې دننه په ډزو ۷ کسان وژلې او ګڼ نور يي ټپیان کړي.‌
رپوټونه وايي دغه سړي، چې د یوه پلورنځي مدیر و، لومړی پر خلکو ډزې وکړې او بیا یې ځان وواژه.
ځايي چارواکو د ټویټ یوه پوست کې لیکلي “پولیس په والمارت کې د ډزو پېښه تاییدوي چې مرګژوبله هم پکې اوښتې.”
په دې اړه هم لا څه نه دي ویل شوي‌ چې دغه سړي ولې دا ګام اخیستی دی.‌
دا پېښه داسې مهال شوې چې همدا روانه اوونۍ د امریکا کولوراډو ایالت کې د همجنسبازانو په یوه کلب کې د ډزو پېښه کې ۵ کسان ووژل شول.‌

Translate »
%d bloggers like this: