Site icon

سعودي عربستان ارجنټاین ته ۲، د ۱ په مقابل کې ماتې ورکړه

Advertisements

د ۲۰۲۲ فوټبال نړیوال جام په سیالیو کې تېره ورځ سعودي عربستان لوبډلې ارجنټاین ته دوه، د یو په مقابل کې ماتې ورکړه.
که څه هم په یاده لوبه کې د ارجنټاین لوبډلې د لوبې په پیل کې ګول ترسره کړ، خو بیا تر پایه د بل ګول په وهلو بریالي نه شول.
د دې نیمايي په پاتې برخه کې د سعودي صالح الشهري بیا بریدکوونکې لوبه پیل کړه او د دویم ځل لپاره دوه د یو په مقابل کې د سعودي په ګټه پایته ورسېده.
داسې اټکل نه کېده چې سعودي عربستان دې هغه ټیم ته ماتې ورکړي، چې د لیونل مسي غوندې تکړه فوټبالر په‌کې دی او دوه وارې نړیوال جام ګټلی دی.
د سعودي عربستان د پلازمېنې ریاض په ټولو برخو کې دغه بریا په خوښیو سره ولمانځل شوه.
د یادې لوبې د بریا په خوښۍ کې د سعودي عربستان پاچا نن په ټول هېواد کې عمومي رخصتي اعلان کړې.
یاده لوبه د فوټبال د مبصرینو لپاره ځکه حیرانونکې وه چې ارجنټاین لوبډلې له تېرو درییو کلونو راهیسې ماتې نه وه خوړلې او تر ډېره د دغه جام اتله لوبډله بلل کېده.

Exit mobile version