کابل کې یوه کس د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي دي

د کابل امنيه قوماندني وايي دکابل ښارد ۹ امنتي خوزې اړوند په خواجه رواش سيمه کې يوه کس ديوې کورنې پنځه غړي په ډزو وژلي او یو بل يې ټپي کړی دی.
دا پېښه د نومبر پر ۲۳مه نېټه د کابل د نهمې حوزې په خواجه رواش سیمه کې شوې ده.
د کابل امنیه قوماندانۍ ویاند خالد ځدراڼ رسنیو ته په استولي بیان کې ویلي چې بريد د حضرت بلال په نوم په یو جومات کې شوی دی.
نوموړي زیاته کړې چې حمله کوونکي په تفنګچې د یوې کورنۍ پنځه غړي وژلي او یو یې ټپي کړی دی.
ځدراڼ ویلي چې د لومړنیو څېړنو له‌ مخې، پېښه د شخصي دښمنۍ له امله شوې ده، خو وایي چې امنیتي ځواکونو د بریدګر لټون پیل کړی دی.
چارواکو د پېښې دقیق وخت نه‌ دی ښوولی خو ویل کېږي چې پېښه د چارشنبې پر سهار د لمانځه پر مهال شوې ده.
ویل کېږي چې حمله کوونکي له وړاندې په یاده سیمه کې خپل کور هم خالي کړی او تښتېدلی دی.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې یوشمېر بریدونه او هدفي وژنې شوې دي.
شاوخوا یوه اوونۍ وړاندې د کابل په کارته نو سیمه کې وسلوالو په ابوبکر صدیق جامع جومات کې برید کړی وو چې پکې د جومات خطیب او یو لمونځ کوونکی وژل شوي و.
د ۲۰۲۱ز کال په اګست کې پر افغانستان د اسلامي امارت له واکمنېدو راهیسې پر جوماتونو، امام بارګاهو او د لږکیو د عبادت ځایونو ترڅنګ پر ښوونيزو مرکزونو هم یوشمېر بریدونه شوي دي چې د اکثریت ذمه واري داعش منلې.

Translate »

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading

Discover more from

Subscribe now to keep reading and get access to the full archive.

Continue reading